د کابل د نهمې امنیتي حوزې اړوند څلورم میکرویان سیمه کې مقناطیسي ماین چاودنې دوه تنه ټپیان کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د کابل کمپنۍ څلورلارې کې هم د ماین چاودنې له کبله دوه ملکي کسان وژل شوي او پنځه تنه پولیس ټپیان شوي وو.