شپږو عربي هیوادونو په یوه بیانیه کې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې پر ایران دي لګول شوي بندیزونه وغځول شي.

د راپورونو له مخې بحرین، کویټ، عمان، قطر، امارات او سعودي عربستان هغه شپږ عربي هیوادونه دي چې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا یې غوښتنه کړې چې پر ایران دې لګول شوي بندیزونه دوام پیدا کړي.

 په بیانیه کې راغلي، د دې لپاره چې ایران په سیمه کې له ورانکارو کړنو لاس واخلي د بندیزونو دوام اړین دی.

بلخوا امریکا متحده ایالاتو هم د شپږو عربي هیوادونو له پرېکړې هرکلی کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په تازه څرګندونو کې ویلي، د عربي هیوادونو دغه جرأت ستایي او ملاتړ یې کوي.

نوموړي ویلي، امریکا به ژر امنیت شورا ته د بندیزونو د دوام طرحه ولېږي او پر دغه هیواد به فشارونه ډېر کړي.

د یادونې ده چې د ایران او عربي هیوادونو تر منځ اړیکې وروسته ترهغه لا خرابې شوې چې په ۱۹۸۰ یم میلادي کال کې د ایران او عراق تر منځ جګړه رامنځته شوه چې څه کم اته کاله یې دوام وکړ او د ویتنام له جنګ را وروسته د ۲۰مې پېړۍ تر ټولو لوی جنګ و چې زیات وخت دوام یې وکړ.