وسله‌والو طالبانو نن له غرمې مخکې د بغلان ولایتي شورا پخواني مرستیال محبوب الله غفاري اړوند ۱۲ کسان وژلي.

د بغلان د امنیه قومندانۍ ویاند جاوید بشارت خامه پرس ته وویل، یاده پېښه نن له غرمې مخکې د سمنګان بغلان پر لویه لاره د چشمه شېر په سیمه کې رامنځته شوي.

نوموړي وویل، د بغلان ولایتي شورا پخوانی مرستیال محبوب الله غفاري نن سهار له بغلان ولایت څخه مزار ته پر لاره وو چې د بغلان -سمنګان پر لویه لاره د چشمه شېر په سیمه کې د طالبانو له کمین سره مخ شوی او په پایله کې ورسره ۱۲ کسان وژل شوي.

د نوموړي په خبره، لومړی یې یو موټر د سړک غاړې پر ماین برابر شوی او وروسته د طالبانو له خوا پرې ډزې شوې دي.

هغه دغه راز وویل په یاده پېښه کې د ولایتي شورا مخکیني مرستیال محبوب الله غفاري ته کوم زیان نه دی اوښتی.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.