د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي، د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو تر منځ د لوی اختر د اوربند تر اعلان وروسته هم په افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله روانه وه او په منځني ډول هره ورځ ۳۸ ملکيانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

د دې کمېسيون موندنې ښيي چې د اختر په درېيو ورځو او تر هغه مخکې يوه ورځ (عرفه) کې په هېواد کې ۳۲ تنه وژل شوي او ۱۲۲ نور ټپيان دي.

دې کسانو ته د افغانستان په پنځو ولايتونو کې په اوو امنيتي پېښو کې مرګ‌ژوبله اوښتې.

د بشري حقونو کمېسيون وايي، د زمري په نهمه د لوګر په مرکز پل علم کې موټربم چاودنې څلور تنه ووژل او ۵۷ نور يې ټپيان کړل.

د دې کمېسيون په خبره، د اسد په لسمه د هرات ښار د دوولسمې ناحيې اړوند د مولوي ټانک او د حضرت مولانا عبدالرحمن جامي زيارت ته نېږدې يوه لاسي بم ۱۵ تنه ملکيان ټپيان کړل.

د زمري په ۱۱مه د عصمت الله سلام په نوم يو مدني فعال په غزني ولايت کې کور ته پر لاره په واغظ ولسوالۍ کې له موټر ښکته کړل شوی او وژل شوی دی.

د بشر حقونو کمېسيون دغه راز ويلي، د زمري په ۱۲مه د ننګرهار پر زندان برید کې د ۹ پوليسو په ګډون ۲۰ تنه ووژل شول او د ۱۳ پوليس سرتېرو په ګډون ۵۰ نور ټپيان شول

د بشر حقونو کمېسيون دغه راز ويلي، ادعا شوې چې په همدې ورځ د لوګر ولايت د برکي برک ولسوالۍ د سنګ مرمر له پوستې پر دوو ملکيانو ډزې شوې او وژل شوي دي. دغه پوسته د افغان سرتېرو اړوند ده. کمېسیون ويلي، دغه دوه کسان له مسجد کور ته روان وو، چې ډزې پرې شوې او وژل شوي دي.

کمېسیون دغه راز ويلي، ادعا شوې چې د لوګر ولايت د پل علم ښار په پوزه نيازي سيمه کې سیمه‌ييزو پاڅون‌کوونکو د عبيدالله په نوم پر يوه کس ډزې کړې او وژل شوی دی.

د بشر حقونو کمېسيون ويلي، دغه دواړه ادعاوې څېړي.