ولسمشرمحمد اشرف غني د لبنان پلازمېنې بېروت کې د پرونۍ چاودنې له قربانیانو سره خپله خواخوږي ښودلې.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني پر دغې خونړۍ پېښې او د یادې پېښې له کبله اوښتي مالي او ځاني زیانونو سخت خواشینی کړ.

خبرپاڼه د ولسمشر غني له قوله لیکي:

هیله لرم چې د لبنان حکومت او خلک دغه سخت او غمجن حالت مدیریت کړای شي او په بریالۍ توګه ورڅخه ووځي.

تېر ماښام د لبنان پلازمېنه بېروت کې يوې درنې چاودنې ۷۸ تنه ووژل او تر ۴۰۰۰ ډېر يې ټپيان کړل.