د افغانستان د احصايې ملي اداره وايي، دا مهال کابل ولايت کې ۵ مېليونه ۲۰۴ زره او ۶۶۷ تنه ژوند کوي.

د احصايې ملي ادارې له لوري تازه خپرې شوې شمېرې ښيي، چې کابل ولایت کې ۲ مېليونه ۶۴۷ زره او ۳۹۰ تنه نارينه او ۲ مېليونه ۵۵۷ زره او ۲۷۷ تنه ښځې ژوند کوي.

د دغه شمېرو پر بنسټ يوازې کابل ښار کې ۴ مېليونه ۴۰۹ زره او ۴۶۳ تنه ژوند کوي چې له هغې ډلې ۲ مېليونه ۲۶۶ زره ۱۴۴ يې نارينه او ۲ مېليونه ۱۹۳ زره او ۳۱۹ يې ښځې دي.

د احصايې ملي اداره داسې مهال د کابل ولايت د وګړو شمېر خپروي چې تر دې وړاندې د احصايې ملي ادارې د افغانستان د ټولو وګړو شمېر هم خپور کړی و.