د افغانستان د ملي امنيت رياست وايي، د هغو ځانمرګو بريدونو مخه يې نيولې چې ټاکل شوې وه، داعش ډلې په يو شمېر روغتيايي او رسنيزو مرکزونو ترسره کړي وای.

د دغه رياست له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپانه کې راغلي، چې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو په يو لړ مهمو عملياتو کې د داعش ډلې د خراسان څانګې دوه غړي ونيول.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د داعش ډلې دوو غړو لطف الله د عبداللطیف زوی او احمدالله د ضیاوالدین زوی چې د کابل د شکردرې ولسوالۍ اوسېدونکي دي، غوښتل د خيرخانې په ګولایی دواخانه سيمه کې د مولا علی په روغتون او يوې رسنۍ ځانمرګي بريدونه ترسره کړي، خو د برید تر ترسره کولو وړاندې ونيول شول.

د خبرپاڼې له مخې دغه دوه کسان د احمد، ابو عمر او خيبر له لوري داعش ډلې ته جذب شوي وو او د همدې درېيو کسانو له لوري د دغه بريدونو پلان هم جوړ شوی و، چې غوښتل يې د دې دوو کسانو پر مټ يې ترسره کړي.

ملي امنیت ډاډ ورکړی چې دغه ډول عملیاتو ته به دوام ورکړي.