د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار وایي، حکومت سولې ته د رسېدو لپاره د ښه نیت په موخه د طالبانو بندیان ازاد کړل خو ځینې یې بېرته د جګړو لیکو ته تللي.

نوموړي دا خبرې نن سې شنبه د مشرانو جرګې په ناسته کې کړې دي.

هغه زیاته کړې چې تېره ورځ په لغمان ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ په نښته کې ډېری شمېر هغه کسان وژل شوي چې موده مخکې د افغان حکومت له رندانونو ازاد شوي و.

 د مشرانو جرګې مشر ویلي چې د زندانیانو د خلاصون مخالف نه دی بلکې د هغه کسانو سخت مخالف دی چې له خوشې کېدو وروسته بېرته د جنګ میدان ته ځي.

د مشرانو جرګې د مطبوعاتي دفتر په خبره ډېریو سناتورانو هم ویلي چې زیاتره زندانیان د ژمنو خلاف عمل کوي او بېرته په عملي ډول د خلکو او افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې سرخوږی جوړېږي.

د مشرانو جرګې رئیس له امریکا څخه د منځګړي په توګه غوښتنه کړې چې یاده موضوع جدي ونیسي او په افغان حکومت یې غږ کړی چې هغه زندانیان دي ازاد شي چې د ژمنو مطابق بېرته جګړې ته لاړ نه شي.

دغه راز امریکایي چارواکو هم ویلي و چې طالبانو ورسره ژمنه کړې چې خوشي شوي زندانیان به بېرته د جکړو لیکو ته نه ستنېږي.

 د زرو امنیتي سرتېرو سره د پنځه زره طالب بندیانو تبادله د امریکا او طالبانو تر منځ د هوکړې یوه برخه ده چې د حوت په لسم په قطر کې لاسلیک شوه.