نن د سه شنبه په ورځ د کابل په کوربه‌توب د افغانستان، چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزارتونو د مرستيالانو تر منځ درې اړخيزه غونډه يه وېډيويي بڼه ترسره شوه.

د بهرنيو چارو وزارت وياند ګران هېواد په کابل کې خبري غونډې ته وويل، چې په دغه ناسته کې د درې اړخيزو او دوه اړخيزو همکاريو په پراخېدو او د افغانستان د سولې په تړاو خبرې اترې وشوې.

د هېواد په خبره، پاکستان او چين د افغانستان د دولت له لوري د طالب بنديانو د خوشي کولو هرکلی وکړ او دا يې د افغانستان د سولې په برخه کې مهم ګام ياد کړ.

دوی دغه راز له طالبانو غوښتنه وکړه چې تاوتريخوالی کم کړي او د بين الافغاني خبرو پيلېدو ته زمينه برابره کړي.

دا غونډه داسې مهال ترسره شوه، چې تېره ورځ افغانستان د سولې په تړاو د يوه سيمه‌ييز کنفرانس کوربه و او د نېږدې شلو هېوادونو استازو پکې ګډون کړی وو.

دغه راز د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د اعلان پر بنسټ ټاکل شوې درېيمه ناسته د سيمې او يو شمېرو نورو هېوادونو د استازو په ګډون د پنجشنبه په ورځ جوړه شي او په هغه کې به د افغانستان د سولې او بين الافغاني خبرو د پيلېدو لپاره د اجماع په رامنځته کېدو بحث او خبرې وشي.

Bottom of Form