خوست کې د څلور میلیونه افغانیو په ارزښت ځمکه د پوهنې وزارت په واک کې ورکړل شوې ده.

 د پوهنې وزارت له لوري خامه پرس ته په لېږل شوې خبرپانه کې راغلي:

د خوست ولایت د سپېرې، تڼیو، او ګربز ولسوالي اوسېدونکو د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د درسي چاپېریال د لا ښه والي او د ۱۳ ښوونځیو د ودانیو د بیا رغولو لپاره د څلور میلیونه افغانیو په ارزښت د ځمکې ورکول او د ۶۷۲ زره او ۴۱۵ افغانیو په ارزښت د څښاک د پاکو ابو لپاره د څاګانو د کيندلو، د ښوونځیو د کړکیو او دروازو ترمیم، د روغتیایي تشنابونو جوړول، د ښوونځیو د رنګولو، د اداري او محافظتي وسایلو د چمتو کولو په برخه کې په غیري نقدي توګه د ښوونځیو د شورا ګانو په هڅو د ښوونځیو له خوا شوې دي.

دغه مرستې په داسې حال کې کېږي چې په تېر لمریز کال کې هیوادوالو د څه باندې ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت مادي مرستې د پوهنې په برخه کې کړې وې.