د امریکا د ساري ناروغیو د کنټرول اداره وایي، د کرونا له امله د امریکا وضعیت مخ په خرابېدو دی.

د دغې ادارې مشر او د سپینې ماڼۍ سلاکار انتوني فاوسي وایي، امریکا د اروپایي هیوادونو برعکس په ډېرو ځایونو کې کاروبارونو ته د بېرته د پيلېدو اجاره ورکړه چې همدې پرېکړې امریکا له یو خطرناک حالت سره مخ کړې ده.

نوموړي په امریکایي حکومت غږ کړی چې اقتصادي فعالیتونه دې ودروي او قرنطين دې بېرته جدي کړي تر څو امریکا له دې بحراني حالت ووځي.

د وروستیو معلوماتو له مخې، تر دې دمه په امریکا کې ۳۰۴۱۰۳۵ وګړي په کرونا اخته شوي او ۱۳۲۹۸۱ يې له دې ډلې وژلي دي.