د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، پاکستان لاهم له هغو جنګي ډلو څخه ملاتړ کوي، چې افغانستان او هند باندې بریدونه ترسره کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یو راپور په خپرولو سره ویلي، چې پاکستان لاهم د هغو جنګي ډلو امن ځای دی چې افغانستان کې جګړه ترسره کوي او همداراز پر هند هم بریدونه ترسره کوي.

راپور کې ویل شوي چې پاکستان افغانستان کې له طالبانو او همداسې لشکر طیبه څخه په پټه کې ملاتړ کوي، خو ظاهر کې ځان بې ګناه ښکاره کوي.

یاد راپور کې ویل شوي چې لشکر طیبه د پاکستان په ملاتړ د دې هېواد له خاورې څخه پر هند بریدونه ترسره کوي.

امریکا په راپور کې ویلي چې پاکستان د جنګي ډلو پر وړاندې اړین ګامونه نه دي پورته کړي، او تل یې چارواکو له دې واقعیت څخه اوږه خالي کړې ده.

راپور کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوې هوکړه په اړه ویل شوي چې پاکستان دې لړ کې عمده رول لوبولی دی.

دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې افغانستان کې د روانې جګړې اصلي پوکی پاکستان یادېږي او تل د ملامتیا ګوته ورته نیول شوې ده.

افغان حکومت په ځانګړې توګه ولسمشر غني د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرو پرمهال وویل چې پاکستان افغان سوله کې مهم رول لوبولی شي او دغه لړ کې باید ترې ضمانت واخیستل شي تر څو خپله خاوره کې طالبانو ته امن ځایونه او پټنځایونه برابر نه کړي.