د راپورونو له مخې د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د هوايي برید له کبله د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي.

د بي بي سي پښتو راپور له مخې چې نن پنجشنبه د (چنګاښ میاشتې ۵) یې خپور کړی، د بلخ ولسوالۍ وزیرآباد کلي کې د یو هوايي برید له امله د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي.

وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي پلار، مېرمن او دوه ماشومان یې دي.

د وژل شوې کورنۍ خپلوانو ویلي چې غوښتل یې د اعتراض په ډول د وژل شویو کسانو مړي د بلخ ولایت مقام ته یوسي خو اجازه نه ده ورکړل شوې.

امنیتي مسؤلینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل نه دی چې د هېواد کیلو او بانډو کې د هوايي بریدونو له امله ملکي وګرو ته مرګ ژوبلې اوړي، څه موده مخکې هم همدې ولسوالۍ کې پر ملکي کسانو د هوا له لارې برید شوی و.