ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې جمهور رئیس غني د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره په اړګ کې لیدنه ترسره کړې ده.

ولسمشرۍ ماڼۍ نن چهارشنبه د (چنګاښ میاشتې ۴) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا کتنه تېره ورځ په ارګ کې ترسره شوې او دواړو لوریو د سولې اړوند موضاعاتو خبرې کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې ولسمشر غني او د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د سولې پروسه کې د شویو پرمختګونو، دې برخه کې د راتلونکو اقداماتو او له طالبانو سره د افغان حکومت د مرکچي پلاوي په اړه خبرې کړي دي.

افغان حکومت تر دې مخکې طالبانو سره مخامخ خبرو ته خپل چمتوالی ښودلی او امریکا هم هڅې ګړندې کړي تر څو بین الافغاني مذاکرات ژر تر ژر پیل شي.

که څه هم وړاندوینې دا دي چې بین الافغاني مذاکرات به نږدې ورځو کې قطر کې پیل شي، خو لاهم دې برخه کې د طالبانو دریځ نه دی په ډاګه شوی، داسې چې طالبانو تر بین الافغاني خبرو مخکې د خپلو پنځه زره بندیانو آزادول خپل شرط ګڼي.

افغان حکومت تر ۳زره طالب بندیان آزاد کړي او ژمنه یې کړې چې نور به هم آزاد کړي، خو اوس مهال د افغان حکومت له لوري دا پروسه درول شوې ده.