عامې روغتیا وزارت وايي، تېرو څلریشت ساعتونو کې ۲۳۴ کسان په کرونا ویروس اخته شوي ، چې د پخوا په پرتله دا شمېر کم دی.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې چې نن سه شنبې د (چنګاښ میاشتې ۴) خپاره کړي، تېرو څلریشت ساعتونو کې ۲۳۴ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې له دې سره هېواد کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۲۹ زره او ۷۱۵ تنو ته ورسېد.

د یاد وزارت په ونیا له تېرې ورځې راهیسې ۲۱ کسان د کرونا ویروس له امله مړه شوي، چې د یاد ویروس له امله د قربانیانو شمېر هم ۶۳۹ تنو ته لوړ شو.

عامې روغتیا وزارت همداراز تېرو څلریشت ساعتونو کې د ۶۰۹ کسانو له روغېدو هم خبر ورکړی، چې له دې سره د روغ شویو شمېر هم ۹ زره او ۸۶۹ ته ورسېد.

عامې روغتیا وزار څو ورځې وړاندې وویل چې افغانستان کې کرونا ویروس د ماتېدو په حال کې دی، ځکه په وینا یې د مثبتو پېښو شمېر کې کموالی راغلی دی.