کورنیو چارو وزارت وايي، د جوزجان ولایت مردیان ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې شپږ ملکي کسان وژل شوي دي.

د یاد وزارت ویاند طارق آرین وايي، تېره ورځ سه شنبې د (چنګاښ میاشې ۳) د جوزجان ولایت د مردیان ولسوالۍ په فروک کلي کې یو رېکشا چې اووه کسان پکې سپاره وو، د تېرېدو پرمهال د ماین چاودنه پرې شوې چې شپږ کسان وژل شوي او یو ټپي شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، چې ماین د طالبانو لخوا ځای پر ځای شوی و، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ښاغلي آرین همداراز ویلي چې طالبانو د تاوتریخوالي په زیاتولو سره د ملکي تلفاتو کچه لوړه کړې ده.

دوه ورځې وړاندې د ملي امنیت شورا دفتر وویل چې طالبانو تېره اونۍ کې په بې سارې توګه ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې، چې په وینا تېره اونۍ د ملکي تلفاتو له اړخه د روانې جګړې تر ټول خونړۍ اونۍ وه.