تر هغه وروسته چې رسنیو د حکومت لخوا د رسنیو قانون د نوې تعدیل شوې طرحې پر وړاندې جدي غبرګون وښود، اوس یې د بیا کتنې ژمنه کړې ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وايي، د رسینو قانون کې د یو شمېر بدلونونو نوې طرحه له ملي شورا څخه بېرته راغوښتل شوې تر څو د کابینې ناسته کې لا ډېر بحث پرې وشي.

له رسنیو د ملاټړ یو شمېر بنسټونه وايي، چې د حکومت لخوا د رسنیو قانون نوې طرحه  کې یو شمېر داسې ټکي شته چې د رسنیو د کار پر وړاندې محدودیتونه رامنځته کوي.

د خبریالانو د خوندیوت کمېټې مشر نجیب شریفي وايي، چې د حکومت لخوا د رسنیو نوې طرحه کې یو شمېر جدي موارد شته چې د رسنیو د کار پر وړاندې جدي محدودیتونه رامنځته کوي.

د ښاغلي شریفي په وینا د رسنیو د قانون نوې طرحه د اساسي قانونو یو شمېر مادو سره په ټکر کې دی او د یادې طرحې تعدیل د رسنیو د کار پر وړاندې جدي خنډونه رامنځته کوي.

د یادې طرحې تر خپرېدو وروسته یو شمېر رسنیو په ګډه له ولسمشر غني څخه وغوښتل چې د رسنیو قانون تعدیل دې ودروي او بیا دې پرې غور وکړي.

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي تېره ورځ سه شنبې د (چنګاښ میاشتې ۳) د یوې خبري ناستې پرمهال وویل چې ولسمشر غني یاده طرحه له ملي شورا څخه د لاډېر غور په موخه د کابینې ناستې ته راغوښتې ده.