کورنیو چارو وزارت وايي، کابل ولایت کې یې ۲۲ کسان د جنايي جرمنو په تور نیولي دي.

یاد وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د کابل پولیسو په تېرو دوو ورځو کې د یو لړ اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۲۲ کسان د جنايي جرمنو په تور نیولي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې یاد شمېر کسانو د کابل درېیمې، پینځمې اوومې، دیارلسمې او اوولسمې ناحیو کې نیول شوي دي.

کورنیو چارو وزارت  ویلي، یاد کسان کابل ښار کې د وژنې، غلا، ژوبلې، د کورونو لوټول، وسلوالې غلاوې او د غیرقانوني وسلو د ګرځونې په تور نیول شوي دي.

کابل ښار چې کله هم له جنايي پېښو په امان کې نه دی، خو وروستیو کې بیا د جنايي پېښو ګراف لوړ شوی او یو شمېر کابل میشتي د جنايي پېښو له ډېرېدو سرټکوي.