ایران کې د افغان کډوالو له سوځېدو خبر افغانان غمجن او د ګاونډي هېواد پر دې عمل سخت غوسناک دي.

د ایراني ځواکونو له لوري سیند ته د افغان کارګرو د غورځېدو زړه بوږنونکې پېښه لا هېره نه ده چې یو شمېر نور افغانان یې په موټر کې وسوځول.

ایران کې د درې افغان کډوالو د سوځېدا پېښې د افغانانو جدي غبرګونونه پارولي او پر خواله رسنیو یې د عدالت غوښتنې په پاره  “لږ اوبه راوړئ چې وسوځېدم” اعتراضي هشتک په لاره اچولی دی.

ایران کې دا پېښه په لومړیو کې ترافیکي حادثه یاده شوه، چې بیا وروسته خپره شوې ویډویو کې څرګنده شوه چې د افغان کډوالو ګاډي ته اور اچول شوی دی.

ویډیو کې هغه افغان چې له پېښې په نیم سوخته ځان ژوندی پاتې، له خلکو د اوبو غوښتنه کوي، او وايي، “لږ اوبه راوړئ چې وسوځېدم” خو شاوخوا ایراني میشتي یې یوازې نندارې ته ولاړ دي.

دا لومړی ځل نه دی چې ایران پر افغان کډوالو نانواتې راولي، بلکې داسې ډېرې غمجنې پېښې شوي او هېرې شوي دي،  کابو یوه میاشت مخکې د ایران پوله ساتوونکو ځواکونو یو شمېر هغه افغان کارګر چې غوښتل یې په قاچاق ډول ایران ته د مزدورۍ لپاره لاړ شي، ونیول او ډېر په زجر یې په سیند لاهو کړل، چې تر شلو ډېر کسان پکې مړه او ورک شول.

د افغانستان کې دا پېښه لا هېره نه وه، چې دوه ورځې وړاندې  یې د افغانانو ته اور واچوه، او په دې  نړۍ کې یې دوزخ ور وښود.

د عامو افغانانو ترڅنګ یو شمېر چارواکو هم د ایران دا عمل په کلکه غندل، چې په دې لړ کې د ملي امنیت پخواني رئيس رحمت الله نبیل هم غبرګون ښودلی دی.

رحمت الله نبیل

ښاغلي نبیل هم د هغه نیم سوخته افغان غږ “لږ اوبه راوړئ چې وسوځېدم” په اعتراضي ډول بدرګه کړی او پر یو شمېر افغان چارواکو یې نیوکه کړې ده.

ښاغلي نبیل په خپل ټوېټر لیکلي “له بده مرغه موږ تل بد ګاوندي لرلي، ځکه موږ خپله ښه مالک نه وو، او نه شوي یوو. شته داسې لوړپوړي حکومتي چارواکي چې د قاسم سلیماني او جنرال حمید ګل په مړګ یې اوښکې توې کړې، خو له ګاونډیو زموږ د بېګناه، بې وزولو او بېچاره هېوادوالو د وژل کېدو د پوښتنې جرات نلري.”