د ولسمشرۍ ماڼۍ د دویم مرستیال سرور دانش تر مشرې لاندې هېواد کې د کرونا یروس له امله نوې طرحه جوړه شوې، چې له سبا ( یکشنبه غبرګولي ۱۸ ) څخه پلې شي.

د دې طرحې له مخې چې درې میاشتې په دوام پیدا کړي، هېڅ ډول مراسم چې پکې له لسو ډېر کسان راټولېږي نه ترسره کېږي.

طرحه کې راغلي چې د روان وضعیت تر ښه کېدو دې په سن پاخه کسان له کورنو بهر نه ګرځي، او هغه کسان چې اړ دي عمومي ځایونو کې د ماسک کارونې ترڅنګ دې دوه متري ټولنیز واټن هم مراعات کړي.

تر راتلونکو درې میاشتو ټول ښوونیز مرکزونه به همداسې تړلي پاتې شي، او که له ټاکلي وخت څخه مخکې د کرونا ویروس ګواښ کم شو، کابینه به یې په اړه بیا  غور وکړي.

په دې موده کې د ودونو تالارونه، ورزشي کلپونه او تفریحي پارکونه هم تړلي پاتېږي، تر څو د خلکو له ګڼې ګوڼې مخنیوی وشي.

ښاري موټر هم له څلور ډېر کسانو د لېږد اجازه نه لري.

یاده طرحه په داسې حال کې پلې کېږي، چې هېواد کې د کرونا ویروس ورځ تر بلې په ډېرېدو دی، داسې چې نږدې شل زره افغان تر اوسه پرې اخته شوي دي.