اندونیزیا چې د اسلامي هېوادونو په کتار کې تر ټولو بانفوس هېواد بلل کېږي، د خلکو یو شمېر هغه کړنو ته د اسلام مطابق سزا ورکول کېږي، چې اسلام کې ناروا دي.

دغه هېواد کې زنا، لواطت، قمار او د شرابو څښوونکو ته په عام محضر کې سزا ورکول کېږي او په درو وهل کېږي.

د امریکا غږ د راپور له مخې تېره ورځ ( جمعه غبرګولي ۱۶ ) د اندونیزا هېواد “آچه” ښار کې دوه کسان چې له نکاح پرته یې جنسي نږدې والی ترسره کړی و، د خلکو د سترګو پر وړاندې په درو ووهل شول.

راپور کې راغلي چې یاد هېواد کې د کرونا ویروس له امله د شته محدودیتونو سره – سره حکومت خلکو ته اجازه ورکړې وه چې د پېښې ځای ته ورشي او د زناکارو دورې وهل له نږدې وویني.