د بدخشان ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د یاد ولایت په خاش ولسوالۍ کې لس سیمه ییز پولیس د ماین چاودنه کې وژل شوي دي.

د بدخشان ولایت د پولیسو ویاند ثناالله روحاني ویلي، پېښه تېره شپه ( شنبه غبرګولي ۱۷ ) د خاش ولسوالۍ په درخان سیمه کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي په خبره تېره شپه ناوخته د خاش ولسوالۍ درخان سیمه کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې، چې یو شمېر سیمه ییز پولیس د افغان امنیتي ځواکونو د ملاټر په موخه د نښتې سیمه ته روان د ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.

د ښاغلي روحاني په خبره د ماین چادونه کې د مزاري په نوم سیمه ییز قومندان په ګډون لس نور سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.

د بدخشان د پولیسو ویاند زیاتوي چې نښته کې د بدخشان خاش ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوي ولسوال حمید له خپلو دوو ساتونو سره وژل شوی دی.

طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.