له هرات ولایت څخه یو شمېر راپورونه وايي، چې د ایران امنیتي ځواکونو ۵۰ تنه افغان کډوال چې په قاچاقي توګه ایران اوښتي وو، نیولي او سیند ته یې لاهو کړي دي.

خامه پړس خبري آژانس هڅه وکړه ترڅو د هرات ولایت له مسؤلینو د یادې پېښې په اړه کره معلومات ترلاسه کړي، چې مسؤلینو په ځواب کې د یادې پېښې په اړه د پلټنو د پیل خبر ورکړ، او له پوره معلوماتو یې ډډه وکړه.

د هرات ولایت د والي ویاند جیلاني فرهاد خامه پړس سره خبرو کې وویل، چې د پېښې په اړه یې پلاوی ټاکلی تر څو په اړه یې پلټنې ترسره کړي.

ښاغلي فرهاد وویل، چې تر پلټنو وروسته به کره معلومات له رسنیو سره شریک کړي.

هرات ولایت کې یو سیمیز خبریال ویلي، چې ایراني ځواکونو ۵۰ افغان کارګر سیند ته غورځولي، چې ۱۲ کسانو ځان ژغورلی، او د اووه کسانو مړي یې هم له اوبو ویستي دي، خو په وینا یې د پاتې کسانو د ژوند او مرګ په اړه څه نشته.