عبدالله عبدالله وايي، ولسمشر غني سره خبرو کې پرمختګ رامنځته شوی، او د تړون پر اصولو توافق شوی دی.

عبدالله عبدالله نن ( جمعه غويي ۱۲ ) د خپل فېسبوک له لارې ولسمشر غني سره مذاکراتو کې د پرمختګ خبر وړکړی، او ویلي چې د تړون پر اصولو توافق شوی دی.

نوموړي ویلي، چې د روان سیاسي کړکېج د پای ته رسولو په موخه هڅې روانې دي، چې دغه لړ کې د پام وړ پرمختګ رامنځته شوی دی.

عبدالله عبدالله ویلي، چې د ملي شخصیتونو په هڅو دی او ولسمشر غني توافق ته نږدې شوي، او د تړون پر نهايي کېدو خبرې روانې دي.

عبدالله عبدالله په داسې حال کې له ولسمشر غني سره په مذاکراتو کې د پرمختګ خبر ورکړی، چې تېره ورځ  یو شمېر رسنیو عبدالله عبدالله پورې تړلې یوه طرحه خپره کړې ده.

هغه طرحه چې ویل کېږي د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم له لوري جوړه شوې، د “سیاسي جوړښت” تر نوم لاندې حکومت او د اجرایي صدارت د رامنځته کېدو کرښې پکې لیکل شوې دي.

د خپره شوې طرحې له مخې عبدالله عبدالله به د سیاسي جوړښت  حکومت کې اجرايه صدراعظم، د سولې عالي شورا مشر، او د هېواد په نورو چارو کې به هم پنځوس سلنه واکدار وي.

که څه تر اوسه څرګنده نه ده، چې ولسمشر غني او عبدالله عبدالله پر همدې طرحې جوړجاړي ته نږدې شوي، خو د رسنیو له لوري د یادې طرحې تر خپرېدو وروسته یو شمېر رسنیو له ارګ څخه د سرچینو له قوله ویلي، چې یاده طرحه د ولسمشر غني له لوري رد شوې ده.