هغه طرحه چې ویل کېږي کېږي د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم لخوا جوړه او ولسمشرۍ ماڼۍ ته به د جوړجاړي په موخه وړاندې شي، پکې راغلي چې د “سیاسي جوړښت” تر نوم لاندې حکومت دې رامنځته شي، چې عبدالله عبدالله به اجرايي صدراعظم وي.

یاده طرحه کې راغلي چې اجرايي صدارات به د سولې اړوند ټولې چارې چې خپلواک بودیجه به هم ولري، پر غاړه لري، چې له ډلې یې د سولې عالي شورا مشري، د سولې په چارو کې د دولت وزارت او د ملي مصالحې رهبري به هم اجرايي صدراعظم ته ورکول کېږي.

د یادې طرحې له مخې عبدالله عبدلله به د سولې د عالي شورا مشر وي، او د سولې اړوند ټولې چارې به په خپل پر مخ وړي، چې یوازې د ولسمشر غني یو مرستیال به د سولې عالي شورا غړی وي.

د طرحې بل ټکی دا دی، چې عبدالله عبدالله د سولې عالي شورا د مشر په توګه له طالبانو سره د مرکچي پلاوي حد او حدود ټاکي، او د ولسمشر پر ځای به اجرايي صدراغظم ته راپور ورکوي.

په جوړه شوې طرحه کې عبدالله عبدالله د۵۰ سلنه وزارتونو ترڅنګ، د لوی څارنوالۍ د رئيس او مرستیالانو په ګمارنه کې هم ۵۰ سلنه واک غوښتی دی.

طرحه کې دا هم په ډاکه شوې چې د اجرايي صدارت لخوا ګمارل شوي لوړپوړي چارواکي له دندې د ګوښه کېدو په صورت کې، د هغه ځای ناستی کس هم د اجرايي صدراعظم لخوا معرفي کېږي.

د عبدالله عبدالله لوري د جوړه شوې طرحې بل مهم ټکی دا دی، چې عبدالرشید دوستم به د پوځ عالا سرقمندان وي، او د ولسمشر غني په فرمان به د مارشالې رتبه ورکول کېږي.

یاده طرحه په رسمي توګه تر اوسه د عبدالله عبدالله لخوا نه ده منل شوې، خو ویل کېږي چې ولسمشرۍ ماڼۍ وار د مخې یاده طرحه رد کړې ده.