اروپايي ټولنې له عبدالله عبدالله غوښتي، چی افغانستان کې روان سیاسي کړکېج ته ژر تر ژره د پای ټکی کېږدي، تر څو د افغانستان پوځ او همدراز د پراختیا برخه له مالي اړخه زیانمن نه شي.

اروپايي ټولنې عبدالله عبدالله ته په خطاب کې ویلي، که روان سیاسي کړکېج پای ته ونه رسوي، افغان ولس به له ګواښ سره مخ کړي، او همداراز د افغانستان امنیتي ځواکونو او پراختیايي چارو ته به راتلونکې کې مالي زیان ورسوي.

دې ټولنې ټینګار کړی، چې افغان وګړو ته باید لومړیتوب ورکړل شي، او له کرونا ویروس سره د مبارزې ترڅنګ د سولې خبرو ته هم باید سخت کار وشي، ځکه په ونیا یې سخته اړتیا ورته لیدل کېږي.

تېره ورځ ( چهارشنبه غويي ۱۰ ) عبدالله عبدالله پر خپل فېسبوک پاڼه وویل، چې د اروپايي ټولنې له سفیر” پيير مایوډین”  سره یې د ټيلفون له  لارې هېواد کې د روان سیاسي کړکېج ، طالبانو سره د افغان حکومت خبرې، او له کرونا ویروس سره د مبارزې په هکله خبرې کړي دي.

اروپايي ټولنې له عبدالله عبدالله سره د خپل سفیر تر خبرو وروسته په یوې وینا پاڼه کې نوموړي ته جدي خبرداری ورکړی، چې افغانستان کې روان سیاسي کړکېج پای ته ورسوي.

عبدالله عبدالله وايي، د ملي ګټو د خوندیتوب، له کرونا ویروس څخه د ژغورنې او هېواد کې د سیاسي کړکېج په اړه د نړیوالو همکارانو د اندېښې د حل په موخه له خپل اړخه چمتو دی چې دې کړکېج ته د پای ټکی کېږدي.

له نږدې دوو میاشتو راهیسې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د ټاکنو د پایلو له امله راټوکېدلي کړکېج ته د حل لار نه ده موندل شوې، چې دغې موده کې نړیوالو په کراتو پر دواړو ښکیلو څېرو د جوړجاړي غږ کړی دی.

تېرو ورځو کې د عبدالله عبدالله ټیم د غړو ترمنځ د اختلافاتو په اړه هم راپورنه خپاره شوي، چې یو شمېر غړي یې د ټاکنو د پایلو پر لغوېدو ټینګار لري، خو یو شمېر یې بیا له ولسمشر غني سره جوړجاړي ته تیار دي.