بالیوډ تېرو دوو ورځو کې خپل دوه پیاوړي اداکاران له لاس ورکړل.

د هندوستان رسنیو راپور ورکړی، چې د یاد هېواد د سینما یو بل نوموتی لوبغاړی رشي کپور د ۶۷ کالو په عمر ومړ.

راپورنو وايي، چې نوموړی له سرطان ناروغۍ څخه کړېده، چې له همدې امله یې ساه ورکړې ده.

دا په تېرو دوو ورځو کې دویم فلمي لوبغاړی دی، چې د هند سینما  یې له لاسه ورکوي.

تېره ورځ ( چهارشنبه اپریل ۲۹ ) د بالیوډ او هالیوډ سینماګانو مشهوره اداکار عرفان خان هم د وريېښې ناروغۍ له امله ومړ.

عرفان خان ۵۴ کلن و، چې د غټو کلموو د ناروغۍ له امله تېره ورځ مړ شو.