
کاپیسا ولایت کې ورښت او سیلابونو د یو شمېر خلکو پر ژوند تیاره خپره کړې ده.
د کاپیسا ولایت چارواکي وايي، چې یاد ولایت کې ورښت او سیلابونو د یو شمېر ډېرو خلکو استوګنځي ویجاړ کړي، او یو شمېر کرنیزې ځمکې یې هم ویجاړې کړي دي.
د کاپیسا ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس وايي، یاد ولایت کې سیلابونو د خلکو ۱۸۳ استوګنځي ویجاړ کړي، او ۶۵۰ هکتار کرنیزه ځمکه یې زیانمنه کړې ده.
د هغه په وینا سیلابونو د کاپیسا اوسېدونکو ته ځاني زیان نه دی اړولی، خو له مالي اړخه یې خلک ډېر زیانمن کړي دي.
په ورته وخت کې غور ولایت کې هم د یو شمېر خلکو استوګنځي او کرنیزې ځمکې د سیلابونو له وجې ویجاړې شوي دي.
د غور ولایت شهرک ولسوالۍ کې تالندي برېښنا د دوو کسانو ژوند هم اخیستی دی.
د هېواد د هوا پېژندې ادارې تر دې مخکې یو شمېر ولایتونو کې د ورښت له امله د یو شمېر طبیعي پېښو خبرداری وکړی وو، چې د یادې ادارې له اټکل سره سم یو شمېر ولایتونو کې سیلابونو خلکو ته ځاني او مالي تاوان رسولی دی.