په داسی حالت که چه نړی د کورونا ویروس خپریدوه د بحران سره مخ شوی. او تر د مهال یی ۱۰۰۰۰۰۰ له یو میلیون څخه دیر خلک پر د ناروغی اخته شوی او د دی نه له ۵۳۰۰۰ خلکو څخه ډیر مړه شوی او له ۲۱۰۰۰۰ خلکو څخه دیر بیرته روغ شوی، او دا نمبرونه هره دقیقه په لوړی دو باندی دی. په ۲ د اپریل ۲۰۲۰، د نړیوال روغتیا سازمان عمومی ریس وویل چه هیوادونه د کورونا د وایروس د خپریدو د ورو کولو په خاطر بندیزونه لګولی، چه دا په بی وزله خلکو خورا زیان منونکی غیر ارادی پایلی لری. زه په هیوادونو غږ کوم چه دی بحران په جریان که خواړه او د ژوند نور اړین توکی دوی ته برابر کړی.

د کورونا ناروغی اوله پیخه په هرات که په ۲۴ فیبوری ۲۰۲۰ ثبت شوه او تر دمهاله په افغانستان که ۲۷۳ نفره پر دی ناروغی اخته شوی دی. افغانستان په نړی که یو له فقیر ترین هیوادونو څخه دی، د حکومت د اټکل له مخی د افغانستان ۴۲٪ سله نه وګړی د فقر د کرښی لاندی ژوند کوی. د افغانستان عامه روغتیا وزیر، په یوه خبری کانفرانس که وویل، که چیرته جدی اقدامات د کورونا په اړه ونه نیول شی او خلک حفظ الصحی په جدی توګه مراعت نه کړی ممکن چه د افغانستان 80%  سلنه وګړی د کورونا په ناروغی اخته او ۱۱۰۰۰۰ خلک په د ناروغی خپل ژوند له لاسه ورکړی.

په نړی که د نورو هیوادونو په څیر، د کورونا ویروس د خپریدو ورو کولو لپاره د افغانستان حکومت لخوا په هرات ، کندهار ، لوګر او کابل ولایتونو باندی بندیز ولګیده ، د فراه ، ننګرهار او نیمروز ولایتونو د اوسیدونکو تګ را تګ محدود کړی شول ، په جوماتونو کې لمونځ بند کړی ترڅو د ویروس د احتمالي خپریدو مخه ونیول شي.

اکثره خلک په افغانستان که د لاسی کراچی، ټکسی دریور، دوکانداری او د ورځی مزدوری کوی، او همدوره پیسی پیدا کوی چه د خپل کور روزمره نفقه را برابره کړی. د ناورین حالت که د ټولنی دا خلک ترټولو سخت ځپل کیګی ځکه چه دوی د دی مودی په جریان کی هيڅ کار تر لاسه کولو توان نلری او  دوی پسانداز هم نه لری که چیرته دوی د د بندیز په وخت که کار ونه کړی نو ډیره مشکله ده چه خپل ځان او کورنی ته نفقه پیدا کړی.

د بحران په د موده که حکومت باید دیره توجه د هیواد دغو غریبو کورنیو ته وکړی او د ژوند د اړینو توکو د برابرولو مرسته ورسره وکړی شی. هیواد وال هم کوی شی چه  دا لاندی کارونه تر سره کړی تر څو وکولی شو د قرنطین په موده که له دوی سره مرسته وکړو.

  • عامه پوهاوی: هغه خلک چه د کورونا ویروس په هکله معلومات لری، کوشش د وکړی چه هغه کورنی او خلک چه فیسبوک او نور ټولنیز رسنیو ته لاس رسی نه لری او د د ناروغی په هکله معلومات نه لری، د کورونا د ناروغی په هکله ورته صحیح معلومات ورکړی تر څو په دی ناروغی اخته نه شی.
  • تجاران: ډیر اړین ده چه تجاران په د ناورین حالت که خپلو هیوادوالو ته لاس ورکړی، او له د موقع څخه د ګټی کولو لپاره استفاده ونه کړی، باید خپل مال په دوکاندارانو په ټیټه بیه وپلوری چه ترڅو دوکانداران یی په عامه خلکو په ارزان قیمت باندی وپلوری، دومره وخت مو ګټه وکړه اوس په ځان لګ توان قبول کړی ډیر څه به مو کم نه شی، موژ ټول د کورونا له مصیبت سره مخ یو او تر څو هغه کورنی چه عاید نه لری، دوی وکولی شی چه دا خوراکی موادونه په ارزانه بیه واخیشتی شی. تاسو پر خپلو هیواولو رحم وکړی تر څو الله ج پر موژ ټولو رحم وکړی.
  • شتمن: د کورونا ویروس ټولو ته په یوشان ګوری، سرمایه داره، غریب، چارواکی، سپین، تور، ملا، باسیواده او بیسواده نه پیژنی او ټول له یو قسم مصیبت سره مخ یو، او شتمن باید له خپلی شتمنی څخه په د اړین وخت که  له دغو بیوځلو او غریبو کورنیو سره مرسته وکړی او خوراکی توکی ورته واخلی چه ترسو دوی په کورو که ور څخه استفاده وکړی.
  • هغه هیواد وال او کورنی چه د هیواد څخه بهر اوسیګی کولی شی چه پیسی  له خپلو ملګرو څخه راټولی کړی او افغانستان که یی خپلی کورنی او ملګرو ته راولیګی چه له دغو غریبو کورنیو سره مرسته وکړی.
  • هغه غټی مغازی ، دوکانونه یا مرکیټونه چه ستاسو د کور سره نګدی دی، ورسره خبری وکړه چه یو ځای دننه په مارکت که برابر کړی د خیرات لپاره، او هغه خلک چه سودا اخلی او توان یی لری نو یو یا دوه خوراکی توکی د د غریبانو لپاره هم واخلی او پر هغه مشخص ځای که دی کیدی، او په اخیره که دا راټول شوی خوراکی توکی په غریبانو کورنی وویشی.
  •  په هیواد که موژ دیری خیریه سازمانونه لرو چه همیشه له غریبو کورنیو سره مرستی کوی ، کوشش وکړی چه په دی ناورین وخت که له دغو خیریه سازمانونو سره د پیسو مرسته وکړی او ددوی حساب ته یی ولیګی چه تر څو له دیرو نورو مستحقو کورنیو سره مرسته وکړی.
  • هغه هیوادوال چه وس لری کولی شی چه د کورنیو سره د ماسک، یوبار مصرف دست کشی، د لاس مینځلو مایع او یا هم د صابون مرسته وکړی چه ترسو په د ویروس اخته نه شی.