اسټرالیا کې روغتیاپالان د کرونا ویروس ضد واکسین جوړ کړی، او پر حیواناتو یې ازمویلی، چې اوس یې بریالۍ پایلې ته په تمه دي.

د دغه هېواد څېړونکي وايي، چې د کرونا ویروس ضد واکسین جوړېدا کې په نړیواله کچه همکاري ورسره شوې، او تمه کېږي چې د جون میاشتې په لومړۍ نېټه به یې پایلې ترلاسه کړي.

دوي وايي، که د جوړ شوي واکسین ازموینه بریالۍ شي، تر هغه وروسته به نورو هېوادونو کې هم وازمویل شي.

تر دې مخکې امریکا هم د کرونا ویروس ضد واکسین جوړ کړی و، او په لومړي سر کې یې پر یو شمېر دو طالب کسانو ازمویلی دی، چې تر اوسه یې پایلې نه څرګنده شوې.

د نړۍ په کچه یو شمېر ډېر پرمختللي هېوادونو کې هڅې پیل شوي، تر څو د یاد ویروس پر ضد واکسین جوړ کړي، خو لاهم کوم هېواد ندی بریالی شوی.