نړیوال بانک افغانستان کې د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د سل میلیون ډالر په ارزښت بېړنۍ مرسته تصویب کړه.

افغانستان سره د نړیوال بانک سل اعشاریه څلور میلیون ډالرو مرسته د کرونا ویروس پر وړاندې د بېړني غبرګون او د افغانستان د روغتیايي سیسټم د پیاوړې کېدو په موخه تصویب شوې ده.

د نړیوال بانک لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یادې پیسې به  نوي ویروس په وړاندې د اغېزمنو اقدامونو د ترسره کولو او په افغانستان کې د نوموړي‌ ویروس د خپرېدو له امله د ګواښونو په کمولو، د روغتیايي نظام د لا پیاوړي‌ کولو او له دې پدیدې سره د مقابلې په برخه کې مصرف شي.

خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بېړنۍ مرستې به د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې روغتیايي بهیر پیاوړی کړي، او د کرونا ویروس د ډېرېدو په صورت کې به خلکو ته غوره روغتیايي خدمات وړاندې شي.

افغانستان کې د نړیوال بانک فتر رئیس هنري کرالي، د دغې بېړنې مالي مرسته په هکله وايي، چې نړیوال بانک ژمن دی ترڅو ستونزمن حالاتو کې د افغانستان لاس نیوی وکړي، او له کرونا ویروس سره د مبارزې برخه کې د افغانانو په خوا کې ودرېږي.

هغه وايي “نړیوال بانک متعهد دی چې د افغانستان دولت او نورو پراختیايي همکارانو سره په ګډه همکارۍ د دغې حیاتي پروژې د موثر تطبیق لپاره اړین تدابیر عملي‌ کړي ترڅو د کووید-۱۹ (کرونا) منفي اغېزې په ټول هېواد کې راکم کړي”.

ټول افغانستان کې اوس د کرونا ویروس ۲۷۳ مثبتې پېښې ثبت شوي، خو ورځ تر بلې هېواد کې د یاد ویروس د مثبتو پېښو شمېر په ډېرېدو دی.