د جان هاپکنز پوهنتون موندنې ښيي چې امریکا کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر چین او ایټالیا هم لوړ شوی دی.

امریکا کې اوس مهال تر ۸۵ زرو څخه زیات کسان په کرونا ویروس اخته شوي، چې دا شمېر دې نړۍ په کچه یو هېواد کې تر ټول لوړ شمېر دی.

چین او ایټالیا چې کرونا ویروس سخت ځپلي هم دي، د امریکا په شمېر مثبتې پېښې پکې ندي ثبت شوي.

د جان هاپکنز پوهنتون وروستۍ شمېرې ښيي چې چین کې ۸۱ زره او ۷۸۲ او ایټالیا کې ۸۰ زره او ۵۸۹ کسان په دې ویروس اخته شوي.

که څه هم چین او ایټالیا کې د کرونا ویروس له امله د مړینې کچه تر امریکا خورا لوړه ده، خو امریکا کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر بیا تر چین او ايټالیا هم لوړ شوی دی.