د عامې روغتیا وزارت د هېواد یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د یو شمېر نویو مثبتو پېښو خبر ورکوي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند  وحیدالله مایار وايي، تېرو څلرویشت ساعتونو کې د کرونا ویروس لس نوې مثبتې پېښې ثبت شوي، چې له دې  سره ټول هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۹۰ ته رسېدلی.

ښاغلي مایار وویل چې د کرونا ویروس له دغو لس تازه مثبتو پېښو څخه اته یې هرات او دوه نورې یې نیمروز ولایت کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وايي، له دغو لسو تازه پېښو څخه څلور یې مېرمنې او شپږ یې نارینه دي، چې له ډلې یې څلور کسان یې نوي له ایران څخه راستانه شوي وو.

افغانستان کې د کرونا ویروس له امله تر اوسه دوه کسان مړ شوي هم دي.

هرات افعانستان کې د کرونا ویروس اصلي او لومړنی ځای بلل کېږي،  او تر نورو ولایتونو ډېرې د کرونا ویروس پېښې پکې ثبت شوي، او له یاد ویروس څخه ډېر د اغیزمن کېدو په حال کې ده.

هرات ولایت کې دا مهال ګرځبند دی، او له خلکو غوښتل شوي چې خپلو کورونو کې پاتې شي.