د افغانستان پخوانی اجراییه رئیس عبدالله عبدالله وايي، هر وخت خبرو ته چمتو ده، تر څو هېواد کې روان سیاسي کړکېج ته د حل لار وموندل شي.

هغه چې نن ( پنجشنبه وري ۷ ) خبري غونډه کې خبرې کولې وویل، د روان سیاسي کړکېج د اواري لپاره هر وخت خبرو ته چمتو ده، خو باید دواړه خواوې نرمښت وښيي.

ښاغلي عبدالله عبدالله وړاندیز وکړ چې د هېواد یو شمېر مخکښ مشران دې په ملي کچه د دې او ولسمشر غني ترمنځ د سیاسي کشالې د حل کېدو په پار دې اقدام وکړي.

هغه وویل، روان وضعیت د افغانستان په خیر ندی، او نه هم خلک له دې وضعیت څخه راضي دي.

عبدالله عبدالله د امریکا له لوري د دې او ولسمشر غني ترمنځ د سیاسي ستونزو له امله د یو میلیارد ډالرو مرستو د کمېدو په هکله وویل، چې دا افغانستان ته لویه ضربه ده، او په اوسني وضعیت کې د بدیل لارې لټول ورته ناسمه پرېکړه ده.

تر دې مخکې ولسمشر غني د امریکا له لوري د یو میلیارد ډالرو مرستو د کمېدو په هکله خلکو ته ډاډ ورکړ، چې دا پېسې به له نورو لارو څخه جبرانوي او د افغانستان اقتصادي څرخ ته به تاوان نه اوړي.

د روانې اونۍ په پیل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو کابل ته راغی، او دلته یې د ولسمشر غني او عبدالله  عبدلله ترمنځ د سیاسي شخړې د اوارېدو هلې ځلې وکړې، خو کومه پایلې ته ونه رسېد.

د مایک پمپیو له دغو ناکامو هڅو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې افغانستان کې روان وضعیت د امریکا ملي ګټو په تاوان دی، او له همدې امله امریکا غواړي افغانستان کې د خپلو ماليي مرستو برخه کې غور وکړي.