هرات ولایت کې د کرونا ویروس له امله یو ۴۵ کلنه ښځه مړه شوې ده.

د عامې روغیتا وزارت وايي، هېواد کې د کرونا ویروس له امله دویمه مړینه په هرات ولایت کې شوې ده.

تر دې مخکې بلخ ولایت کې یو کس چې په کرونا  ویروس اخته وو، مړ شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار نن ( چهارشنبه وري ۶ ) د خبري غونډې پر مهال وویل چې کرونا ویروس افغانستان کې په لویه پیمانه د خپرېدو په حال کې دی.

نوموړي وویل چې هرات  ولایت کې په کرونا  اخته یو ۴۵ کلنه مېرمن مړه شوې، او په ټول افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۷۹ ته رسېدلی دی.

هرات د کرونا ویروس له امله تر نورو ولایتونو ډېر تر ګواښ لاندې دی، او دا مهال تر څلوېښتو زیاتې مثبتې پېښې پکې ثبت  شوي دي.

هرات ولایت کې پر ورځني ګرځېدا بندیز لګول شوی دی.

عامې روغیتا وزارت ګواښ کړی که د کرونا ویروس پر وړاندې جدي ګامونه پورته نشي، نو د افغانستان نیم نفوس به په کرونا ویروس اخته شي.

عامې روغتیا وزارت له خلکو غواړي چې کورونو کې پاتې شي، او د دغه وزارت پر روغتیایي لارښونو جدي عمل وکړي.