تر هغه وروسته چې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د جوړجاړي هڅې بې پایلې پای ته ورسېدې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې له همدې امله امریکا افغانستان سره یو میلیارد ډالر مرستې کموي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې مایک پمپیو د دوشنبې په ورځ کابل کې هڅه وکړه چې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ پخلاینه وکړي، خو د دواړو ترمنځ کوم جوړجاړی ونشو، او له همدې امله امریکا په روان کال کې غواړي افغانستان کې یو میلیارد ډالر مرسته کمه کړي.

امریکا افغانستان کې د سیاسي مشرانو ترمنځ د نه جوړېدو له امله خپله اندېښنه ښودلې، او ویلي چې افغانستان کې دا ډول وضعیت د امریکا ګټو ته تاوان رسوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزرات ویلي چې افغان مشران په دې نه دي تواندېدلي چې یو ټولشموله حکومت رامنځته کړي، نو له همدې امله امریکا غواړي افغانستان کې ماليي برخې کې غور وکړي.

امریکا دا هم ویلي که افغانستان کې داسې وضعیت جاري وي، نو راتلونکي ۲۰۲۱ کال کې به یو ميلیارد ډالر نورې مرستې هم افغانستان باندې ودرول شي.

اعلامیه کې ویل شوي چې امریکا افغانستان کې له هغو پوځي عملیاتو ملاتړ نه کوي، چې د سیاسي کشالې په مخه ترسره شي.

اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې امریکا افغانستان کې موازي حکومت نه غواړي، او نه یې له مشرانو ملاټر کوي.

امریکا پر افغان مشرانو نیوکه کړې، چې تر اوسه یې طالبانو سره د بین الافغاني خبرو لپاره پلاوی ندی ټاکلی.

مایک پمپیو تېره ورځ ( دوشنیه وري ۴ ) کابل ته راغلی وو، او دلته یې په جلا – جلا  توکه ولسمشر غني او عبدالله عبدالله وکتل، تر څو د دواړو مشرانو ترمنځ سیاسي اختلافات حل کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه په ډاکه کوي چې مایک پمپیو د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ پخلاینه کې پاتې راغلی دی.