د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو نن ( دوشنبه وري ۴ ) کابل ته راغی، او په لومړي سر کې یې ولسمشر غني سره کتنه ترسره کړې ده.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې ولسمشر غني نن تر غړمې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سره لیدلي او د سولې پر روان بهیر یې خبرې کړي دي.

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي پر خپل ټوېټر لیکلي چې ولسمشر غني د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ماک پمپیو سره کتلي، او داوړو لوریو د سولې پر پروسې، او دې برخه کې پر راتلونکو ګامونو خبرې کړي دي.

ښاغلي صدیقي دا هم ویلي چې ولسمشر غني او مایک پمپیو هېواد کې پر امنیتي او سیاسي وضعیت هم خبرې کړې دي.

کتنه د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح او د ملي امنیت شورا دفتر سلاکار حمدالله محب هم ګډون درلود.

ویل کېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي کشالې د حل په موخه او همداراز له طالبانو سره د افغان حکومت د خبرو د پیل په موخه کابل ته راغلی دی. مایک پميو تر هغه وروسته کابل ته راغلی چې تېره ورځ افغان حکومت او طالبانو د ویډیو کنفرانس له لارې په لومړي ځل د طالب بندیانو د خلاصون په اړه خبرې وکړې.