د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو نن ( پنجشنبه کب ۲۲ ) عبدالله عبدالله سره لیدلي، او افغانستان کې د یو ټول شموله حکومت په جوړېدو یې ټینګار کړی دی.

افغانستان کې د ملګرو ملتوتو مرستندویه پلاوي یوناما ویلي:

“د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو نن له ډاکټر عبدالله عبدالله سره لیدنه کې د افغان مشرانو لخوا، له اساسي قانون سره سم په یوه ټول شموله حکومت د راغونډېدو پر اهمیت ټینګار وکړ چې ټول ته د منلو وړ وي. دا چاره د سولې د خبرو لپاره د یو استازي ټیم د جوړولو لپاره مهمه ده.”

تېره ورځ ولسمشر غني په رسمي توګه اجرائیه ریاست لغوه اعلان کړ، او امنیتي بنسټونو ته یې لارښونه وکړه چې اجرائیه ریاست اړوند منسوبین نور دې برخي کې مسؤل ندي.

ولسمشر غني، فرمان کې همداراز مالیې وزارت ته هم لارښونه کړې  چې تر دې وروسته اجرائیه ریاست اړوند مالي امتیازات هم بند کړي.

د ولسمشر غني د دې فرمان په غبرګون کې عبدالله عبدالله له خپل اړخ څخه او د افغانستان د ولسمشر تر نامه لاندې هم وویل چې د ملي یووالي حکومت پای ته رسېدلی، او ډېر ژر به نوی اجرائیه رئیس وټاکي.

د عبدالله عبدالله له لوري په فرمان کې ویل شوي چې اشرف غني تر دې وروسته د افغانستان ولسمشر ندی او فرمانونه او احکام یې د اعتبار وړ ندي.