د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانستان کې باید یو ټول منلی حکومت وي او له موازي حکومت څخه ملاتړ نه کوي.

امریکا د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې افغانستان کې د موازي حکومت له جوړېدو سره مخالف دي، او دغه لړ کې له زور کارونې سره کلک مخالف دي.

امریکا تر هغه وروسته دا ډول غبرګون وښود، چې تېره ورځ ولسمشر غني او عبدالله عبدالله په یو وخت کې په جلا – جلا توګه د لوړې مراسم ترسره کړل.

ټاکل شوې وه د ولسمشر غني د لوړې مراسم د روانې کب میاشتې په ۹ مه نېټه ترسره شي خو هغه وخت یې د امریکا په غوښتنه او د سولې د هوکړې په درشل کې وځنډول.

تېره ورځ هم د خلیلزاد په منځګړیتوب د اشرف غني او عبدالله ترمنځ د جوړجاړي هڅي وشوې، او له همدې امله د ولسمشر غني او د عبدالله عبدالله د لوړې مراسم تر څو ساعتونو پورې وځنډول شول، خو په پای کې کومې پایلې ته ونه رسېدل او دواړو په جلا – جلا توګه د لوړې مراسم ترسره کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې هڅه کوي تر څو د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ جوړجاړی وکړي، تر څو یو موټی افغانستان د سولې بین الافغاني خبرو ته ودانګي.

امریکا د اشرف غني او عبدالله عبدالله  د تېرې ورځې له بیانونو هر کلی کړی چې داوړو د یو پراخ حکومت د جوړېدو خبره کړې، او سولې ته یې لومړیتوب ورکړی دی.

امریکا د ولسمشر غني له لوري د طالب بندیانو د خوشې کېدو له فرمان څخه هم هرکلی کړی دی.

تېره ورځ جمهور رئیس غني د خپل لوړې مراسمو پر مهال وویل چې نن ( سه شنبه کب ۲۰ ) د طالب بندیانو په اړه به فرمان صادر کړي چې وکولای شي د جګړې کرښې سړې کړي.