جمهور رئیس غني ننګرهار کې خلکو ته په وینا کې وویل چې ننګرهار د پرمختګ پر یو قطب بدلېدونکی دی، او دغه راز یې د یو شمېر کارونو ژمنې وکړې.

ولسمشر غني وویل چې ډېر ژر به د ننګرهار ولایت د اوبو او برېښنا ستونزه حل کړي، تر څو خصوصي سکټور لاډېر فعالیت ولري او د افغانستان ټولو ولایتونو ته خدمات وړاندې کړي.

نوموړي ننګرهاریانو ته په خطاب کې وویل چې دی یې یو ځل بیا د افغانسان ولسمشر کړ چې دا پور به یې د پنځو کلونو په اوږدو کې ادا کړي.

غني هر کال ننګرهار ولایت کې د څلور سترو پروژو د پلې کېدو ژمنه وکړه، او وې ویل چې د ننګرهار د کانال رغولو لپاره یې په نړیواله کچه خبرې پیل کړي دي.

ولسمشر غني وویل چې د ګرد افغانستان د اوبو د کابو کولو په موخه د استنادي دیوالونو او وړو بندونو د جوړولو لپاره یي درې سوه میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.

هغه وویل چې د ننګرهار ولایت د معارف برخه کې هم پوره کار ته ضروت دی، او دغه ولایت کې یې د اووه زره ښوونځیو د جوړېدو ژمنه وکړه.

ولسمشر غني وویل چې ننګرهار ولایت کې به اووه زره نور ښوونځي هم جوړېږي چې درنیم زره یې د انجونو او پاتې نور یې د هلکانو لپاره ځانګړي شوي دي.

جمهور رئیس غني همداراز پر طالبانو نیوکه وکړه چې له پاکستان سره دې خپلې اړیکې وشلوي، او له افغان حکومت سره دې د جرګې لار غوره کړي.

هغه طالبان د دې خاورې برخه وګڼل خو وې ویل چې نه باید نورو افغانانو ته سپکاوی وکړي، او د جرګې له لارې دې د تاوتریخوالي ټغر ټول کړي.

هغه د بین الافغاني کېدونکې ناستې په اړه وویل چې د افغان حکومت له اړخه د ټاکل شوي پلاوي صلاحیتونه به محدود وي او د سولې خبرو کې وروستۍ پرېکړه به افغان ولس کوي.

ښاغلي غني د افغانستان کمانډو او ځانکړي قطعه په سیمه کې بې سارې وبلل، او د امنیت په ټینګښت کې یې د هغو کړنې وستایلې.