د ګارډين خبري آژانس د راپور له مخې کرونا ویروس تر دې مهال ټوله نړۍ کې د ۳۰۰۰ کسانو ژوند اخیستی او ۸۸ زره نور دا مهال پرې اخته دي.

کرونا چې یو ساري ویروس دی په لومړي ځل د چین وهان ښار کې خپور شو، او دغه هېواد کې یې تر دې مهاله ۲ زره او ۹۱۲ کسان وژل دي.

کرونا ویروس اوس مهال د نړۍ په ۶۰ هېوادونو کې خپور شوی، چې تر چین وروسته ایران او ایټالیا هېوادونو کې ډېر خپور شوی دی.

ایراني چارواکو په تازګۍ سره ویلي چې د کرونا ویروس له امله د مړه شویو شمېر ۶۶ کسانو ته رسېدلی دی.

په ورته وخت ګارډین خبري آژانس امریکا کې هم د کرونا ویروس له امله د دو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

ایران او ایټالیا کې دا مهال خپلو خلکو ته سپارښتنه کړې چې له ګڼه ګوڼو ځایونو څخه ځان وساتي، چې له همدې امله دغو هېوادونو کې د فوټبال لیګونه هم تر نامعلومې نېټې ځنډول شوي.

افغانستان هم د کرونا ویروس د خطرې له کرښې لرې ندی پاتې، او هرات ولایت کې د کرونا یوه مثبته پېښه ثبت شوې،  او په تېرو څو ورځو کې د هېواد یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس شکمنې پېښې ثبت شوي چې تر معاینې وروسته منفي ښودل شوې دي.

همدا نن ( دوشنبه کب ۱۲ ) ازبکستان او پاکستان افغانستان سره خپلې مرزي پولې د کرونا ویروس د خپرېدو له اندېښې وتړلې.