د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، چې قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د هوکړې یو شمېر ټکو سره افغان حکومت مخالف دی.

ښاغلي محب نن (  شنبه کب ۱۰ ) کابل له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې له یو شمېر ټکو سره افغان حکومت مخالف دی.

هغه وویل چې د سولې تړون کې د بېلګې په توګه په متن کې د “اسلامي امارت” اصطلاح لیکل شوې چې دوي ورسره مخالف دي.

نوموړي زیاته کړه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون کې اسلامي امارت لیکل شوي، خو بیا د متن کې په قوس کې لیکل شوي چې د اسلامي امارت کلمه امریکا ته د منلو وړ نده.

ټاکل شوې تر راتلونکو څو شېبو قطر کې طالبان او امریکا خپلمنځي د سولې هوکړه لاسلیک کړي، چې د افغان حکومت په استازیتوب څوک پکې ګډون نلري.

له دې سره هم مهال ټاکل شوې تر راتلونکو څو شېبو کابل کې افغان حکومت، او امریکا یوې خبري ناسته کې د سولې د هوکړې اړوند ګډه اعلامیه خپره کړي.