د جمهور رئیس غني ویاند صدیق صدیقي وايي، تر اوسه یې له هېڅ کوم سیاسي اړخ سره مذاکره نده پیل کړې.

تر هغه وروسته چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټيم لومړي مرستیال عنایت الله بابر فرهمند وویل چې د خلیلزاد په منځګړیتوب د دولت جوړونکي او ثبات او همپالنې ټیمونو ترمنځ د جوړجاړي خبرې پیل شوي، اوس د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي وايي، چې تر دې مهاله یې له هېڅ کوم سیاسي اړخ سره مذاکره نده پیل کړې.

ښاغلي صدیقي پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې تر دې مهال یې له هېڅ کوم سیاسي اړخ سره مذاکره نده پیل کړ، او ولسمشر غني د راتلونکې کابینې د رامنځته کولو په برخه کې له بېلا بېلو سیاسي اړخونو او د خلکو د استازو سره د مشورې پرېکړه په سر کې لري.

د ثبات او همپالنې ټيم لومړي مرستیال ښاغلي بابر فرهمند تر دې مخکې ویلي چې د عبدالله عبدالله د لوړې مراسم او د والیانو د ګمارونو بهیر یې ځنډولی، او د خلیلزاد په منځګړیتوب د عبدالله  عبدلله او اشرف غني تر منځ د جوړجاړي خبرې پیل شوي دي.

تېره ورځ ولسمشر غني هم د خپل د لوړې مراسم د امریکا په غوښتنه د کب میاشتې ۱۹ مې نېټې ته وځنډول چې د خلیلزاد لخوا یې هر کلی وشو.

خلیلزاد تېره ورځ د ټوېټ له لارې وویل چې افغانستان کې ټاکنې پای ته رسېدلي، او د ټاکنو ګټونکی اشرف غني اعلان شوی دی.

نوموړي پر نورو افغان مشرانو غږ وکړ چې ډاډ ورکړي تر څو د افغانستان نوی حکومت ټول شموله وي تر څو ټول افغانان پکې ځان ګډ وویني.