ولسمشر غني له عبدالرب رسول سیاف او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په ارګ کې کتنه کړې، او د هېواد په روان وضعیت یې خبرې کړي دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې جمهور رئيس اشرف غني نن ( دوشنبه کب ۵ ) ارګ کې له جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره لیدنه ترسره کړې ده.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یادې درې اړخیزې ناسته کې د هېواد په روان وضعیت او همدراز د افغانستان د سولې په اړه هر اړخیر بحث شوی دی.

راپورنو وايي، چې ښاغلی سیاف او حامد کرزی د عبدالله عبدالله  او اشرف غني تر منځ د ټاکنو د ناندریو د پای ته رسولو په موخه هڅې پېل کړي، او دغه لړ کې یې له دواړه سره کتلي دي.

بل لور ته اجرائیه ریاست هم ویلي، چې عبدالله عبدالله له پخواني ولسمشر حامد کرزي او عبدالرب رسول سیاف سره لیدلي، او د ټاکنو د پایلو څخه پر راټوکېدلي کړکېج یې خبرې کړي.