د هېواد عامې روغتیا وزارت وايي، هرات ولایت کې د کرونا لومړنۍ مثبته پېښه ثبت شوې، او یاد ولایت کې یې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز نن ( دوشنبه کب ۵ ) په یوې خبرې غونډه کې وویل چې افغانستان کې هم کرونا ویروس خپور شوی او لومړنۍ مثبته پېښه هرات ولایت کې ثبت شوې ده.

تېره ورځ راپورونه خپاره شول چې هرات ولایت کې د کرونا درې شکمنې پېښې ثبت شوي، او د هغوي وینه کابل ته د لا ډېرې معاینې په پار راستول شوې وه.

د عامې روغیتا وزیر وویل چې د کرونا له درې شکمنو پېښو یو هغه یې مثبت وه، او یو کس چې ۳۵ کاله عمر لري هرات ولایت کې پر کرونا ویروس اخته شوی دی.

عامې روغتیا وزارت وايي، د کرونا ویروس له امله د مړینې شونتیا یوازې دوه یا درې سلنه ده، او تر ډېره هغه کسان چې عمرونه یې زیات او د بدن مقاومت یې کم وي د کړونا ویروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

عامې روغتیا وزیر له ټولو خلکو وغوښتل چې هرات ولایت ته له تګ څخه ډډه وکړي، او همدراز هرات میشتو څخه یې وغوښتل چې نورو ولایتونو ته سفر ونکړي.

د ښاغلي فیروز همداراز له خلکو وغوښتل چې د کرونا ویروس د مخنیوي په پار د دغه وزارت پر لارښونو عمل وکړي.

عامې روغتیا وزیر هوايي او ځمکني ترانسپورټي شرکتونو ته سپارښتنه وکړه چې هرات ولایت ته خپل تګ راتګ محدود کړي.