د پښتون ژغورنې غورڅنګ مخکښ غړي محسن داوړ ته د ولسمشر غني د       لوړي مراسمو کې بلنه ورکړل شوې ده.

پاکستان کې د افغانستان سفارت د افغانستان په استازیتوب په رسمي توګه د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي محسن داوړ ته بلنه ورکړي چې د روانې فبرورۍ میاشت په ۲۷ مه نېټه کابل کې د ولسمشر غني د لوړې مراسمو کې ګډون وکړي.

د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزو ټاکنو کې د اشرف غني تر بریا وروسته د پښتون ژغورنې دغه مخکښ غړي ولسمشر غني ته مبارکي ورکړه، او نوموړي ته یې په چارو کې د بریالیتوب هيله څرګنده کړه.

محسن داوړ هم پر خپل ټوېټرپاڼه له افغان چارواکو مننه کړې، او ژمنه یې کړې چې د اشرف غني د لوړې مراسمو کې به ګډون وکړي.

ټاکل شوې د پنجشنبې په ورځ ولسمشر غني د لوړې مراسم ترسره کړي، او د پنځو نورو کلونو لپاره د افغانستان د ولسمشر په توګه سوګند یاد کړي.