د امریکا ولسمشر ډونلډ تړمپ وايي، وخت یې رارسېدلی چې امریکا له افغانستان څخه خپل امنیتي ځواکونه وباسي، د نوموړي په آند طالبان هم له جګړې سټري شوي دي.

د امریکا ولسمشر تړمپ هند ته تر خپل سفر مخکې له خبریالانو سره خبرو کې ویلي چې له طالبانو سره هوکړه به په هغه صورت کې لاسلیک کړي چې د تاوتریخوالي د کمېدو اونۍ ګټوره وي.

ډونلډ تړمپ چې دا مهال هند کې دی، خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې له طالبانو سره به د سولې هوکړه لاسلیک کړي، خو دا کار به په هغه صورت کې کېږي چې د تاوتریخوالي اونۍ ګټوره وي.

افغانستان کې د طالبانو او امریکا ترمنځ له تېرو دو ورځو راهیسې د تاوتریخوالي کمېدو اونۍ پیل شوې او په دغه لړ کې تر دې مهاله افغانستان کې امریکايي ځواکونو او طالبانو یو پر بل بریدونه ندي ترسره کړي.

خو د تاوتریخوالي تېرو دوو ورځو کې طالبانو درې ځله افغان امنیتي ځواکونه تر برید لاندې راوستي ، طالبانو ویلي  چې دا اوربند ندي او نه باید پر افغان امنیتي ځواکونو یې خال خال بریدونه سرغړونه وشمېرل شي.

ټاکل شوې د روانې کب میاشتې په لسمه نېټه قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شي، او تر هغه وروسته بین لافغاني خبرې پیل شي.

افغان حکومت هیله ښودلې چې د تاوتریخوالي کمېدل پر اوربند بدل شي او د یوې تلپاتې سولې پېلامیه وګړځي.

افغانستان داسې مهال د تاوتریخوالي د کمېدو اونۍ پیل کړې، چې جوخت ورسره ټاکنیزې ناندرۍ روانې دي، کله چې ټاکنو خپلواک کمېسیون اشرف غني د ټاکنو بریالی نومان اعلان کړ، عبدلله عبدالله هم ځانته حکومت اعلان کړ، او تېرو دوو ورځو کې یې درې ولایتونو لپاره له خپل اړخه والیان ټاکلي دي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یوناما د عبدالله عبدالله کړنې په کلکه غندلې دي، او ویلي چې د تاوتریخوالي کمېدو اونۍ په لړ کې چې ښايي تر دې وروسته بین الافغاني خبرې پیل شي د عبدالله عبدالله دا ډول غیر قانوني کړنې د سولې لپاره د خلکو هیلي له اندېښنې سره مخ کوي.