ټېګ ټاک ټولنیزې شبکې اعلان کړی چې خپل اپلیکېشن کې داسې بدلون رامنځته کوي، چې میندې او پلرونه د خپلو ماشومانو پر ټېک ټاک کارونې کنترول ولري.

د بي بي سي د راپور له مخې ټېک ټاک ټولنیزې شبکې خپل اپلیکېشن کې یو شمېر داسې  بدلونونه راولي چې پلرونه او میندې وکولای شي د خپلو ماشومانو ټېک ټاکي فعالیتونه وڅاري.

ټېک ټاک خپلو دغو بدلونونو ته د کورنیو لپاره خونديوب نوم ورکړی، چې پلرونه او میندې کولای شي خپل ټېک ټاک اکونټ د خپلو ماشومانو هغه سره ونښلوي او له دې لارې د خپلو ماشومانو پر ټېک ټاکي کړنو څارنه وکړي.


پلرونه او میندې کولای شي پر ټېک ټاتک د خپلو ماشومانو کړنې وڅاري چې کوم ډول ويډوګاني ګوري چا سره په اړیکه کې دي، چې میندې او پلرونه کولای شي د خپلو ماشومانو ويډیوګانې راوګرځوي.

ټېک ټاک خپلو کاروونکو ته ۱۳ کال عمر ټاکلی، خو داسې ډېر ماشومانو هم ټېک ټاک کاروي چې عمر یې تر ۱۳ کلونو کم دی.

دې اپلیکېښن  دا مهال د ټولنیزو رسنیو برخه کې ډېر مینوال موندلي چې د نړۍ ډېرو هېوادونو کې په پراخه کچه کارول کېږي.

ټېک ټاک افغانستان کې هم خپل مینوال لري، او یو شمېر ډېر ځوانان او زلموټي یې کاروي.