۲۰۳ تندر قول اردو وايي، چې ځانکړو ځواکونو د غزني ولایت ګیرو ولسوالۍ اړوند سیمو کې د چاودېدونکو یو ستره زېرمه کشف او شنډ کړې ده.

له ۲۰۳ تندر قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د چاودېدوکو دغې زیرمې کې ۲۰۰ بوجۍ چاودېدونکي توکي، څلور موټرسایکلونه او یو سراچه ډوله موټر کشف او شنډ شوي دي.

وینا پاڼه زیاتوي چې په تړاو یي یو شمېر کسان د پاکستاني ماین جوړونکو په ګډون نیولي دي.