د ولسمشر غني لومړي مرستیال او ټاکنو کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم ملاتړی عبدالرشید دوستم وايي، که د ټاکنو پایلې د تقلبي رایو پر بنسټ اعلان شي نو دی به هم د عبدالله عبدالله په مشرۍ ورته حکومت اعلان کړي.

عبدالرشید دوستم د جوزجان خلکو ته ټټر وهلی چې له رایو څخه به یې د مرګ  تر خولې هم دفاع وکړي، او که چېرې په رایو یې معامله وشي او د تقلبي رایو پر بنسټ یو حکومت رامنځته شي، نو دوي به هم موازي حکومت رامنځته کړي.

د افغانستان د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزې ټاکنې چې کابو پنځه میاشتې مخکې ترسره شوې، لا یې هم وروستۍ پایله نده معلومه، او د اوږدېدو لامل یې هم تر ډېره یو شمېر جنجالي رايې دي  چې یو شمېر ټاکنیز ټیمونه یې سمې او یو شمېر نور ټاکنیز ټیمونه ناسمې ګڼي.

د ۱۳۹۸ کال ټاکنو د لومړنیو پایلو ګټونکی اشرف غنی دی، چې ۵۰، ۶۴ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره په لومړي ځای کې شتون لري، او تر هغه وروسته د ثبات او همپالنې ټیم مشر عبدالله عبدالله دویم مخکښ نوماند دی.